ډېر لوستل شوي

ايران کې د سړې هوا له امله دولتي ادارې او تعليمي مرکزونه تړل شوي

د ايران په ۲۰ ولايتونو کې به د سړې هوا له امله دولتي ادارې او تعليمي مرکزونه سر له نن ورځې تړل شي.

د ايرنا خبري اژانس د راپور له مخې، ايراني چارواکو دغه پرېکړه وروسته له هغې کړې، چې د دې هېواد د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو ورځو کې د هوا سختې سړېدو خبر وکړی دی.

ياد خبري اژانس د ایران د هوا پیژندنې ملي ادراې له قوله ویلي، چې په شمال لویدیځ اردبیل ولایت کې به د تودوخې درجه تر منفي ۱۸ سانتي ګرادو پورې ټیټه شي. ياده دې شي، چې په ایران کې معمولاً د ژمي په موسم کې ښوونځي او نورې ادارې د سون توکو د کمښت له امله تړل کیږي.

اړوند خبرونه