په غزه کې د اوربند د لومړي پړاو وروستۍ ورځ کې به د درېيو اسراييلي زندانيانو په بدل کې ۱۸۳ فلسطينيان بنديان ازاد شي.
رويټرز خبرې اژانس په يو راپور کې ويلي، چې د دغو بنديانو له ډلې دوه تنه يې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر اوومې په “طوفان الاقصی” عملياتو کې د حماس جهادي غورځنګ له لوري نيول شوي وو، خوشې شي.
د راپورونو له مخې، په دغه پنځمه تبادله کې به ۱۸ هغه فلسطينيان هم ازاد شي، چې په عمري بند محکوم شوي وو.
د ويلو ده، چې له دې سره د اوربند د تبادلې لومړی پړاو پای ته ورسېد او د راپورونو له مخې د دويم پړاو خبرې روانې دي.

