د اسراييلو صهيونېست رژيم بنيامين نتانياهو له فکس نيوز سره په خبرو کې ويلي، چې له اسراييلو وروسته په منځني ختيځ کې ايرانيان تر ټولو ډېر د امريکا ملاتړ کوونکي دي.
د نوموړي په وينا: “ايراني وګړي هغه ورځې ته په تمه دي چې په دې هېواد کې له حاکم نظام پرته ژوند وکړي. “
د اسراييلو صهيونېست رژيم لومړي وزير په دې مرکه کې زياته کړې، “د ايران خلک ډېر نا اميده دي او غواړي چې يو متفاوته نړۍ وويني. ” دا په داسې حال کې ده، نتانياهو تر دې وړاندې په يو پيغام کې ويلي و، چې د ايران اسلامي جمهوريت به ډېر ژر وپرځېږي.

