په غزه کې د ټرمپ وروستيو څرګندونو ته د سعودي غبرګون د اسراييلو صهيونېست رژيم د لومړي وزير بنيامين نتنياهو له غبرګون سره مخ شو.
د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت د ټرمپ له دې څرګندونو وروسته په يوې بيانه کې وويل: “تل پاتې سوله تر هغې شونې نه ده، تر څو چې فلسطينيانو ته مشرع حقونه نه وي ورکړل شوي او هغوی د خپل هېواد څښتنان شوي نه وي. “
نتنياهو د سعودي عربستان دغو څرګندونو ته په خپل غبرګون کې ويلي، چې دغه هېواد پراخه تشه ځمکه لري او کولی شي، يو فلسطين هېواد پکې جوړ کړي. د نړيوالو دغه غبرګونونه په داسې حال کې راپورته کېږي، چې څو ورځې وړاندې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي و، چې فلسطينيان دې له غزې ووځي، چې امريکا دغه سيمه بيا ورغوي.

