که څه هم د غزې نيولو په تړاو د ډونالډ ټرمپ څرګندونې له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوې؛ خو يو ځل بيا يې د دې سيمې د نيولو خبره کړې ده.
رويټرز راپور ورکړی، چې د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټينګار کړی، غزه به هرو مرو ونيسي.
نوموړي دا هم ويلي، چې ځينې فلسطیني کډوال متحده ایالتونو ته د منلو دي؛ خو دا غوښتنې به په انفرادي توګه و ارزول شي.
د حماس غورځنګ سیاسي دفتر غړي عزت الرشق د ټرمپ دې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي: “غزه د پلور او پېر ملکیت نه دی؛ دا زموږ د اشغال شوي فلسطیني ځمکې نه بېلېدونکې برخه ده.”
دا په داسې مهال ده، چې د ټرمپ دغو څرګندونو ته تر دې وړاندې د افغانستان اسلامي امارت په ګډون ګڼو اسلامي هېوادونو او سازمانونو پراخ غبرګونونه ښودلي دي.

