د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې روان کال په ټول هېواد کې ۱۵۹ زره مټريکه ټنه پنبه توليد شوې ده.
د يادې ادارې د سروې له مخې، د تېر کال په پرتله د پنبې په توليد کې ۳۰ سلنه ډېروالی راغلی دی، چې تر ټولو ډېره پنبه ۸۰ زره مټريکه ټنه په هلمند ولايت کې شوې ده.
دغه راز په بلخ کې څه باندې ۳۴ زره مټريکه ټنه، کندهار کې څه باندې ۱۱ زره مټريکه ټنه، جوزجان کې نږدې ۱۱ زره مټريکه ټنه او په ننګرهار کې څه باندې ۵ زره مټريکه ټنه پنبه توليد شوې ده.
د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د خبرپاڼې له مخې، پنبه د هېواد له مهمو صادارتي اقلامو څخه شمېرل کېږي، چې یوازې تېر کال د ۲۷۳ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت پنبه او پنبه دانې له هېواد څخه د باندې صادرې شوې دي.