ډېر لوستل شوي

حماس جهادي غورځنګ: صهيونېست رژيم د اوربند له شرايطو سرغړونه کوي

د حماس جهادي غورځنګ د پوځي څانګې يوه وياند ابو عبيده ويلي، هغه برمته شوي کسان چې ټاکل شوې وه د روانې فبروري مياشتې په ۱۵ مې خوشې شي، تر بل امره ځنډول شوي دي.

ياد جهادي غورځنګ په يوې خبرپاڼه کې ويلي، دغه لړۍ يې ځکه تر بل امره پورې ځنډولې چې صهيونېست رژيم د اوربند له شرايطو سرغړونه کړې.

ويل‌کېږي، وړمه ورځ په غزه کې د صهيونېست رژيم د پوځ له لوري درې فلسطيني ملکيان شهيدان شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د صهيونېست رژيم لومړي وزير بنيامين نتنياهو خپلو مرکچيانو ته ويلي، چې په قطر کې د حماس جهادي غورځنګ له پلاوي سره د اوربند په دويم پړاو خبرې وکړي.

اړوند خبرونه