ډېر لوستل شوي

هند د چابهار بند په پراختيا ټينګار کړی

د هند حکومت له منځنۍ اسيا سره د سوداګريزو اړيکو پياوړي کول او افغانستان ته د بيارغونې او اقتصادي پراختيا په برخه کې د چابهار بند يوه مهمه لار بللې ده.

د هندي رسنۍ ټايمز اف انډيا د چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د چابهار بندر پراختیا د ایران او هند ګډې ګټې منعکسوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي جې دیپ مزمدار ویلي، چې دغه بندر د بشري مرستو په رسولو کې د سیمې لپاره مهم ثابت شوی.

د هندي چارواکو دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږې، چې تر دې وړاندې د نوي ډهلي او تهران ترمنځ د چابهار بندر د پیاوړتیا په موخه یو لس کلنه تړون لاسلیک شوی دی.

اړوند خبرونه