ډېر لوستل شوي

احمد الشرع د غزې په تړاو د ټرمپ پر وروستيو څرګندونو نيوکه کړې

د سوريې لنډمهالي ولسمشر احمد الشرع د غزې په تړاو د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر وروستيو هغو څرګندونو نيوکه کړې، چې فلسطينيان دې له فسطين څخه ووځي.

نوموړي له يوه برتانوي پادکست سره په مرکه کې ويلي، چې دغه څرګندونې له اخلاقي، سياسي او انساني پلوه د منلو وړ نه دي.

احمد الشرع په خپلو خبرو کې ټينګار کړی، چې په نړۍ کې هيڅ ځواک نه شي کولي يو څوک خپلې خاورې پرېښودو ته اړ کړي. د سورې لنډمهالي ولسمشر په دې مرکه کې دا هم ويلي، چې فلسطينيانو له ډېرو ربړونو، وېجاړيو او وژنو سره سره بيا هم خپل مقاومت ته دوام ورکړ او خپله خاورې يې پرې نه ښوده.

اړوند خبرونه