ډېر لوستل شوي

له چين څخه د سوداګريزو توکو ډک يو اورګاډی د افغانستان په لور راهي شو

د چين له چونګ چينګ ښار څخه د سوداګريزو توکو ډک يو اورګاډي تېره ورځ (دوشنبه، سلوغې ۲۲مه) د افغانستان په لور را خوځېدلی دی.

د چين شينهوا رسنۍ وايي، چې دغه اورګاډی له مخابراتي او يو شمېر نورو سوداګريزو وسايلو ډک دی.

د يادې رسنۍ د خبر له مخې، په راتلونکو ۱۳ـ ۱۵ ورځو کې به افغانستان ته را ورسېږي.

په تېرو څو کلونو کې له چین څخه افغانستان ته د اورګاډو دا څویمه محموله ده، چې افغانستان رارسېږي.

اړوند خبرونه