د امريکا سپنې ماڼۍ د نړيوالې جزايي محکمې په څارنوال کريم خان تازه بنديزونه لګولي دي.
رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې يادې ماڼۍ پر کريم خان يو شمېر اقتصادي او د سفر بنديزونه لګولي دي.
دغه بنديزونه په داسې مهال لګول کېږي، چې څو ورځې وړاندې کریم خان د جنایي نړیوالې محکمې له یو بل څارنوال سره یوځای د اسلامي امارت د ځینو چارواکو د نیولو حکم ورکړی و.

