د ټولګټو وزارت مسوولين وايي، په تېرو لسو مياشتو کې له حيراتان، اقينې، تورغونډۍ او خواف ـ هرات اورګاډي پټلۍ له لارې څه باندې ۳.۵ ميليونه مټريک ټنه انتقالات شوي دي.
د ياد وزارت وياند محمد اشرف حقشناس نن د حکومت او اطلاعاتو د رسنيو په مرکز کې د يو خبري ناستې په لړ کې ويلي، چې دا مهال ټول هېواد کې تر ۵۰ ډېرو پروژو چارې دوام لري.
د دې وزارت تخنیکي مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح په ياده خبري ناسته کې ویلي، د سالنګ لویې لارې هغه کارونه چې په درېیو بېلابېلو برخو کې پیل شوي و، د روان کال لپاره پلان شوې چارې یې بشپړې شوې دي. د ټولګټو وزارت مسوولینو دغه راز ویلي، چې د ولایتونو نښلولو او پروژو پلي کولو لپاره یو منظم پلان ترتیب شوی او هغو ولایتونو ته چې مخکې ورته پاملرنه نه ده شوې، ځانګړی پام به ورته وشي.