ډېر لوستل شوي

اردوغان د یوه پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته رسېدلی

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د یوه لوړپوړي پلاوي او ددې هېواد د لومړۍ مېرمنې په ګډون په دوه ورځیني رسمي سفر پاکستان ته رسېدلی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، اردوغان به په دې سفر کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او ولسمشر اصف علي زرداري سره بېلابېلې ناستې ولري. شهباز شریف او ولسمشر اردوغان به د پاک-ترکیې د لوړې کچې ستراتیژیکې همکارۍ شورا اوومې غونډې مشري په ګډه وکړي. داسې ویل کیږي چې انقره ـ اسلام اباد به د همکارۍ او دوه اړخیزو اړیکو ګڼ سندونه هم لاسلیک کړي.

د پاکستان  لومړي وزیر شهباز شریف شریف په یوه بیان کې ویلي، چې د ولسمشر اردوغان په دې تاریخي سفر کې هیله من یوو چې دا اړیکې نورې هم پیاوړې شي.

اردوغان وروسته له هغه اسلام اباد ته رسیږي چې تازه امریکا اسلام اباد کې خپلو اتباعو ته خبر ورکړ چې د فیصل جومات شاوخوا سیمو ته دې نه ځي.

اړوند خبرونه