ډېر لوستل شوي

پوتین او ټرمپ د منځني ختیځ، دوه اړخیزو اړیکو او د بندیانو د تبادلې په تړاو خبرې کړي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ (چهارشنبه، سلواغې ۲۴مه) د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د روسیې دولتي خبري اژانس “ټاس” لیکلي پوتین ټرمپ ته مسکو ته د راتګ بلنه ورکړې ده. دغو دوو سیالانو لا دمخه له یو بل سره د کتنې خبر ورکړی و.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف هم ویلي چې پوتین او ټرمپ د منځني ختیځ د وضعیت، دوه اړخیزو اړیکو او د بندیانو د تبادلې په تړاو خبرې کړي دي.

یاده دې شي چې ډونالډ ټرمپ د لوړې په لومړۍ ورځ ویلي و چې د اوکراین او مسکو جګړې ته به د پای ټکی ږدي. نوموړي همدارنګه په تازه څرګندونو کې ویلي، له اوکراینه به ټول هغه لګښتونه واخلي، چې پخوا ورکول شوي وو.

اړوند خبرونه