ډېر لوستل شوي

په اسلام اباد کې د امريکايي اتباعو پر ګرځېدو محدوديتونه لګول شوي

په اسلام اباد کې د امريکا سفارت خپل اتباع تر بلې خبرتيا له فيصل جومات او شاوخوا سيمو له ورتګ څخه منع کړي دي.

ياد سفارت په خپله اېکس پاڼه کې ليکلي،  چې د دې سفارت کارکوونکي دې د فيصل جومات شاوخوا نه ګرځي؛ چې هلته امنيتي ګواښونه شته.

ياده دې شي، چې څو ورځې وړاندې د ياد جومات مخې ته پر ټولنيزو پاڼو يوه ويډيو خپره شوې، چې پکې د تحريک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) بيرغ ښکاري. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې په پاکستان کې امنيتي پېښې ډېرې شوې او دې وضعيت د پاکستان حکومت ورخطا کړی دی.

اړوند خبرونه