د وزيرانو شورا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند قطر هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د دې هېواد د لومړي وزير محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره کتلي دي.
د رياستالوزرا اقتصادي معاونيت ويلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوريو د افغانستان او قطر ترمنځ په اړيکو، اقتصادي مسائلو، د حکومت او خصوصي سکتور له لوري د پانګونې اړوند موضوعاتو په تړاو بحث او خبرې کړې دي. ياده دې شي په دې وروستيو کې اسلامي امارت هڅه کړې، چې د قطر له خصوصي سکتور سره اړيکي پراخې کړي او د دوی پانګونه افغانستان راخپله کړي.