ډېر لوستل شوي

پاکستان کې ولسي خلکو د پوځ پر وړاندې د جهاد خبر ورکړی

د پاکستان د خيبرپښتونخوا لکې مروت سيمه کې ولسي خلکو د پوځ پر وړاندې د جهاد خبر ورکړی دی.

په ټولنيزو پاڼو کې يوه ويډيو خپره شوې، چې د لکې مروت يو مشر د خپلې سيمې خلک د پاکستان پوځ پر وړاندې جهاد ته رابولي.

ويل‌کېږي، چې دغو ولسونو وسله‌وال پاڅون کړی او سړکونو ته له ټوپکونو سره راوتي دي.

د يادونې وړ ده، چې په دې تړاو تر دې مهاله کومې رسمي سرچينې څه نه دي ويلي.

اړوند خبرونه