ډېر لوستل شوي

د الوتکو د لوېدو لړ کې؛ کاناډا کې الوتکې لوېدنې ۱۸ تنه ټپیان کړل

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې یوه مسافر وړونکې الوتکه د کاناډا د ټورنټو په پیرسن هوايي ډګر کې د ښکته کېدو پر مهال له ځغاستلیکې وتلې ده. ویل کیږي چې دې الوتکه کې ټولټال ۸۰ مسافر سپاره وه، خو یوازې ۱۸ تنه پکې ټپیان شوي او کوم کس پکې نه دی وژل شوی.
د الوتکې د اوښتو لامل د ګڼې واورې ورښت ښودل شوی دی.
د رویټرز د خبر له قوله، د ډیلټا ایرلاینز یوه سیمه ییزه الوتکه له میناپولس څخه ټورنټو ته په لاره وه چې د پیرسن هوایي ډګر کېد بېړنۍ ناستې پرمهال اوښتې.
یاده دې شي چې په دې وروستیو کې د الوتکو د لوېدو او له ځغاستلیکو د وتنې پېښې ډېرې شوي دي.

اړوند خبرونه