په کابل کې د ۲۵.۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د نوي بتخاک سب سټېشن او د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا لاین د انتقال پروژه له ارغندۍ څخه بتخاک ته پیل شوه.
د دې دوو پروژو عملي چارې نن (شنبه، د کب ۴مه) د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو په شتون کې په بتخاک سیمه کې پرانېستل شوې.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د پرانېستې مراسمو پر مهال ويلي، چې یادې پروژې د ۵۰۰ کیلو ولټ د ترکمنستان-افغانستان انتقالاتي برېښنا له لړۍ سره تړاو لري.
نوموړي زیاته کړه، چې وزارت د هېواد دوه مهم سکتورونه مدیریت کوي، چې دواړو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
د بتخاک سب سټېشن او د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا لاین د تطبیق له لارې، د کابل ښار د برېښنا کمښت یوه لویه برخه حلېږي. دا هڅې په داسې حال کې دوام لري، چې په هېواد کې د دولتي او خصوصي پانګونو له لارې د برېښنا اړتیا کمولو ته کار روان دی.