د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د شمېرو له مخې د روان ۱۴۰۳ کال په سلواغې میاشت کې د ټول هېواد په کچه ۲۷۰ زره برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوي دي.
د دې ادارې د برېښنایي پېژندپاڼو د ریاست د ارقامو له مخې، په کابل کې ۵۸ زره او ۵۴۰، په کندهار کې ۲۲ زره او ۸۳۹، په هرات کې ۲۲ زره او ۱۱۵، بلخ کې ۱۴ زره او ۳۹۵ او هلمند ولایت کې ۱۲ زره او ۶۸۳ برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
له بل لوري په یاده میاشت کې د ټول هېواد په کچه څهباندې ۱۰ زره او ۵۰۰ نورو کسانو ته د برېښنایي پېژندپاڼو له وېش وروسته چوپړونه هم وړاندې شوي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره ژمنه کړې چې د ټول هېواد په کچه به خپل چوپړونه پراخوي.