د کابل په کوربهتوب نن (دوشنبه، کب شپږمه) پولي تخنيک پوهنتون کې د اوبو نړيوال کنفرانس پيل شو.
ياد کنفرانس د اسلامي امارت د لوړ رتبه مشرانو او د داخلي او بهرنيو استادانو او متخصصينو په ګډون سره پيل شو.
د لوړو زدهکړو وزارت وياند حافظ ضياءالله هاشمي تېره ورځ خبر ورکړی و، چې په دې کنفرانس کې به په نړيواله کچه د اوبو د مديريت په تړاو خبرې وشي.