ډېر لوستل شوي

ملا عبدالغني برادر: اوبو کمښت د نړۍ پر سياسي او اقتصادي اړيکو منفي اغېزه کړې

د وزيرانو شورا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند وايي، چې د اوبو کمښت د نړۍ پر سياسي او اقتصادي اړيکو منفي اغېزه کړې ده.

اقتصادي مرستيال زياته کړې، چې لوړو زده‌کړو وزارت د څېړنو پرمختګ او پراختيا لپاره مهمې هڅې پيل کړې دي. ښاغلي برادر دغه څرګندونې نن (دوشنبه، کب شپږمه) د کابل په کوربه‌توب پولي تخنيک پوهنتون کې د اوبو په نړيوال کنفرانس کې کړې دي.

اړوند خبرونه