نړیوالو رسنیو ویلي چې پاکستان او بنګله دېش له شاوخوا نیمې پېړۍ وروسته سوداګري پیل کړې ده.
د بنګله دېش له خپلواکۍ(۱۹۷۱زېږدیز) وروسته دا لومړی ځل دی چې ډهاکه پاکستان ته د وریژو یوه جوپه استوي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، بنګلهدېش په ۱۹۷۱ کال کې له پاکستان څخه د خپلواکۍ ترلاسه کولو وروسته په لومړي ځل دغه هېواد سره مستقیمه سوداګري پیل کړې.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې د لومړي ځل لپاره د ۵۰ زره ټنو وریژو لومړۍ جوپه د بنګلهدېش له قاسم بندر څخه پاکستان ته استول شوې ده.
یاده دې شي چې د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ سوداګریزې اړیکې د شیخ حسینې د حکومت له نړېدنې وروسته پیل شوي.

