د کليو، بيارغونې او پراختيا وزارت په نورستان کې د ۶ کيلو مټره فرعي سړک د جوړولو د چارو له پيل خبر ورکړی دی.
ياد وزارت ويلي، چې د دې سړک چارې د نورستان اړوند رياست له لوري په واما ولسوالۍ کې پيل شوې دي. ياده دې شي، په دې پروژه کې به لسګونه تنه کاريګرو ته د کار زمينه برابره او په بشپړيدو سره به يې د واما ولسوالۍ اوسېدونکو ترانسپورټي ستونزې هوارې شي.