د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف د اروپا د نړیوالې همکارۍ ادارې له رييس پیترس اوستوبس سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، چې په دې ناسته کې دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو د ښه والي، د پروګرامونو د همغږۍ او بشري او پراختیایي مرستو د دوام په تړاو خبرې کړې دي.
ښاغلي حنیف د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره د هېواد د کنګل شوې ملی شتمني د ازادولو، د مالي او بانکي بندیزونو د لرې کولو او د نړیوالې ټولنې د پراختیایي پروژو د عملي کولو پر همکارۍ تمرکز، حیاتي اړتیا بللې ده.
د اروپا د نړیوالې همکارۍ ادارې رييس ډاډ ورکړی، چې د اقتصاد وزارت له خوا وړاندې شوي نظریات، وړاندیزونه او عیني حقایق به د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو په ګډون د بشري او اقتصادي مرستو د دوام په اړه په راتلونکې جوړېدونکې غونډه کې مطرح کړي. د يادونې وړ ده، چې اروپايي ټولنه له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام، د اقتصادي ثبات، او د بنسټیزو پروژو د عملي کېدو لپاره یوه مهمه نړیواله همکاره پاتې شوې.