ډېر لوستل شوي

اسلامي امارت حقانیه مدرسه کې نننۍ چاودنه غندلې

د افغانستان اسلامي امارت د خیبر پښتونخوا په حقانیه مدرسه کې نن د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه غندلې ده.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت لیکلي: «د افغانستان اسلامي امارت پر مرحوم مولانا صاحب حامدالحق حقاني دغه برید په کلکه غندي؛ د نوموړي شهادت د علمي حلقو لپاره یوه ستره ضایعه بولي.» د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په حقانیه مدرسه کې نن د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه شوې وه چې له امله یې د یادې مدرسې د مشر مولانا حامدالحق حقاني په ګډون لږ تر لږه څلور کسان شهیدان او نږدې لس نور ټپیان دي.

اړوند خبرونه