د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ کې يو سوداګر په خپل لګښت د درېيو ښوونځيو لپاره د ۵ زره ۱۰۰ ډالرو په ارزښت د لمريزې برېښنا سيستمونه جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شول.
د ياد ولايت د پوهنې رياست مسوولينو د افغان سوداګر دغه کار ستاينه کړې او له نورو سوداګرو يې هم غوښتني، چې د پوهنې له برخې سره مرستې ونه سپموي.
ويلکېږي، چې د هر ښوونځي لپاره يې د ۱۷۰۰ ډالرو په ارزښت ۴.۲ کيلوواټه برېښنا برابره کړې ده. د مسوولينو په وينا، چې د لمريزې برېښنا دغه سيستم په درېيو ښوونځيو نورالله، غوچ او ارګون کهنه ليسو کې برابر شوي، چې له دې سره يې د برېښنا شته ستونزې هوارې شوې.