په ترکيه کې کردي وسلهوالو له څلوېښت کلنۍ جګړې وروسته نن اوربند اعلان کړ.
اسوشېټډ پريس دغه خبر د کردستان د کارګرانو ګوند (پيکېکې) ډلې ته نږدې رسنۍ فيرات له قوله ورکړی دی.
کردي وسلهوال دا اوربند په داسې مهال اعلانوي، چې له ۱۹۸۴ کال راپه دېخوا د دواړو خواوو ترمنځ جګړه کې لسګونه زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

