د ننګرهار وادې کرنیز شرکت مسوولینو ویلي چې سږکال د خرما محصولات زیات شوي او ښایي له دې کاناله نږدې ۳۰ ټنه خرما تر لاسه شي.
د وادې کرنیز شرکت د سوداګرۍ او بازارموندنې مسوولینو ويلي، چې تېر کال د خرابو موسمي شرایطو له امله ۲۱ ټنه حاصلات له منځه تللي وو، خو سږ کال د مناسبې روزنې له کبله تمه ده، چې تولیدي کچه لوړه شي.
مسوولینو زیاته کړې چې د وادې شرکت روزنې او پالنې ته یې پاملرنه زیاته کړې ده.