تحريک طالبان پاکستان (ټيټيپي) په يوې تازه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې په خېبر پښتونخوا کې يې د روان ميلادي کال په فبرورۍ مياشت کې په ۱۴۷ بريدونه کې يې شاوخوا ۱۸۰ پاکستاني پوځيانو ته مرګژوبله اړولې ده.
د دې معلوماتو له مخې، په ياده مياشت کې يې يوازې د پاکستان د پوځ په ګډون د بېلابېلو امنيتي ادارو ۸۵ پوځيان وژلي، ۹۵ يې نور ټپيان کړي او شپږ تنه يې هم ژوندي نيولي دي.
په دې بريدونو کې تر ټولو ډېر زيان د پاکستان پوځ او “اېساېسجي” ځواکونو ته اوښتی دی.
ياده دې شي، چې تر اوسه پورې د پاکستان حکومت د “ټيټيپي” د دغو ادعاوو په تړاو څه نه دي ویلي.

