د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د بلخ اړوند رياست رييس مولوي اسدالله وفا د ترکيې کونسګرۍ د شمالي زون له ديني مسوول محمد نور اردوغان سره کتلي دي.
په دې ناسته کې اردوغان د خپل سفر په تړاو معلومات ورکړي او ژمنه يې کړې، چې د روژې مبارکې مياشتې په پار به سلګونه کورنيو ته د خوراکي توکو بستې ووېشي.
په بلخ ولايت کې د کډوالو چارو رييس د ترکيې له تلپاتې مرستو مننه کړې او زياته کړې يې ده، چې په دې ولايت کې لا هم اړتيا شته چې بېځايه شويو ته د کاري زمينې ترڅنګ د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرسته وشي. د يادونې وړ ده، چې د کډوالو او راستنېدونکو چار وزارت مسوولين وخت ناوخت له مرستندویه هېوادونو سره لیدنې کوي؛ ترڅو د راستنېدونکو او بېځایه شویو کورنیو لپاره مرستې راخپلې کړي.