جاپان د خوړو نړيوال پروګرام (ډبليو،اېف،پي) له لارې افغانستان ته ۷ ميليونه ډالر مرسته ورکړې ده.
ياد پروګرام په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې دا مالي مرسته به د دې پروګرام له لوري په بيړنيو خوراکي توکو، د روغتيا او د زدهکړو په برخو کې ولږول شي.
د خوړو نړيوال پروګرام د جاپان دغه مرستې په مهم وخت کې بللې او زياته کړې يې ده، چې د ژمي په سختو ورځو کې به د افغانستان په اقتصادي برخه کې ډېره همکاري وکړي.

