د مصر د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د غزې د بیارغونې پلان چمتو دی او د مارچ په څلورمه به د عربي هېوادونو بېړنۍ غونډې ته وړاندې شي.
د مصر د بهرنیو چارو وزیر وړاندې ویلي چې دا طرحه یوازې په مصر او عربي هېوادونو پورې تړاو نه لري؛ بلکې ټوله نړۍ به د غزې بیارغونې ته چمتو کړي.
ورته مهال عربي هېوادونو د ډونالډ ټرمپ هغه طرحه رد کړې چې ګوندې فلسطینیان به له غزې باسي.

