د رياستالوزراء اقتصادي معاونيت د اقتصادي کمېسيون د تخنيکي کمېټې نوبتي غونډه نن (سهشنبه، کب ۱۴مه) د ارګ په مرمرينه ماڼۍ کې شوې ده.
ياد معاونيت ويلي، په دې غونډه کې د مالګې پالیسۍ او معدني توکو د پروسس او صادراتو پالیسۍ مسودې تأیید شوې دي.
په دې ناسته کې دغه راز اړوندو وزارتونو ته سپارښتنه شوې، چې د یادو پالیسیو په مسودو کې د اوبو او انرژۍ وزارت نظر ته ځای ورکړل شي او د وروستي تصمیم نیونې په موخه یې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.
د د رياستالوزراء اقتصادي معاونيت د خبر له مخې، د هلمند ولایت په ښوراب ملکي هوايي ډګر کې د شته سړې خونې د فعالولو په اړه هم پرېکړه شوې، چې اړوند وزارت دې د یادې سړې خونې د فعالولو لپاره وړ شرکت په ګوته او قرارداد دې د منظورۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.