ډېر لوستل شوي

جلال اباد؛ ډیورنډ فرضي کرښې ته په څېرمو ولسوالیو کې پاکستانۍ کلدارې بندې شوې

د ننګرهار د والي په ځانګړي امر ددې ولایت ډیورنډ فرضي کرښې ته په نږدې پرتو ولسوالیو کې په پاکستانیو کلدارو راکړه ورکړه بنده شوې ده.

د ننګرهار د والي ملا محمد نعیم اخند په ځانګړي امر به له دې وروسته دې ولایت کې راکړه ورکړه په افغانیو ترسره کیږي.

د یاد ولایت اچین مومندره لعلپوره ګوشته او یو شمېر نورو ولسوالیو کې خلکو د افغانیو پر ځای پر پاکستانیو کلدارو راکړه ورکړه کوله خو له دې وروسته به ځایي مسوولین په پردیو اسعارو د راکړې ورکړې اجازه نه ورکوي.

اړوند خبرونه