ډېر لوستل شوي

د افغانستان او ایران د دوه اړخېزو اړيکو په پراختيا ټينګار وشو

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې په مشهد کې د اسلامي امارت جنرال کونسل فيضان‌الله ناصري د ايران د خراسان رضوي له والي ډاکتر غلام حسين مظفري سره د پېژندنې ناسته کړې ده.

د ياد وزارت مرستيال وياند حافظ ضيا‌ءاحمد تکل ويلي، په دې ناسته کې دواړو لوريو د سياسي، اقتصادي، سوداګریزو او کلتوري اړيکو د پراختيا په اړتيا ټينګار کړی دی.

ياده دې وي، په دې ناسته کې د ايران د بهرنيو چارو وزارت استازو، د خراسان د سياسي او امنيتي چارو مرستيالانو او د افغانستان د کونسلي چارو مسوولينو هم ګډون کړی وو.

اړوند خبرونه