ډېر لوستل شوي

له ۱۵ ملي او نړيوالو مؤسسو سره د ۱۲ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه‌ليکونه لاسليک شول

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي د هېواد د سوداګريزو فعاليتونو د ملاتړ او پياوړتيا په موخه له ۱۵ ملي او نړيوالو مؤسسو سره د همکاري هوکړه‌ليکونه لاسليک کړل.

ياد وزارت وايي، چې د دې هوکړه‌ليکونو له مخې به يادې مؤسسې د ۱۲ ميليونه ۴۷۵ زره او ۴۰۶ ډالرو په ارزښت پراختيايي، بيارغونې او روزنيزې پروژې پلي کړي.

د وزارت د خبر له مخې، يادې پروژې پر کابل سربېره د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې په پام کې نيول شوې دي.

ياده دې وي، چې د دې پروژو له لارې به ۱۷ زره او ۶۷۳ کسان په مستقیم ډول ګټه ترلاسه کوي.

اړوند خبرونه