د احصايې او معلوماتو ملې اداره وايې، په متحده اماراتو کې د اسان خدمت مرکز له لوري څه باندې ۳۷۰۰ افغانانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د اسان خدمت مدير نعمان اکبر ويلي، چې ۳ زره ۴۵۰ افغانانو ته برېښنايي پېژندپاڼې، ۲۷۰ تنو ته د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه او ۶۵۰ نورو ته د کاغذي پېژندپاڼو د سمون خدمتونه وړاندې شوي دي.
د نوموړي په وينا، یاد مرکز ته په کاناډا، امریکا، اروپايي هېوادونو او په متحده عربي اماراتو کې مېشت افغانان د خپلو برېښنايي پېژندپاڼو او هویتي ستونزو د حل په موخه مراجعه کوي.
د يادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ د پراختیا په برخه کې د خپلې ژمنتیا پر بنسټ د روان کال په چنګاښ میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې یاد مرکز پرانېست، چې بهر مېشتو هېوادوالو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.