ډېر لوستل شوي

د حيرتان اوسپنې پټلۍ د ګټې اخېستنې، ساتنې او د پاملرنې په تړون غځولو هوکړه وشوه

د ټولګټو وزارت وايي، چې تخنيکي پلاوي ازبيکستان هېواد ته د سفر په ترڅ کې د حيرتان اوسپنې پټلۍ د ګټې اخېستنې، ساتنې او د پاملرنې په تړون غځولو هوکړه کړې ده.

د ياد وزارت د خبر له مخې، چې دغه تړون پخوا د دې هېواد له “سوګديانا ټرانس” کمپنۍ سره شوی و، موده يې پای ته رسېدلې وه. ټاکل شوې، چې تر ياد هوکړه‌ليک وروسته د دواړو هېوادونو مسوولينو له لوري د حيرتان د ګټې اخېستنې، ساتنې او د پاملرنې تړون د راتلونکو دوو کلونو لپاره تمديد شي.

اړوند خبرونه