د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست ملا هدايتالله بدري د اذربايجان د کانونو وزارت له پخواني مرستيال ازر شکوروف او د قرغزستان د کانونو وزارت له پخواني مرستيال الماس بيک تومانوف سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، چې دواړو د هېواد د کانونو په ځانګړې توګه د تېلو او ګازو په برخه کې د پانګونې په موخه د وزارت د همکاري غوښتنه کړې او دغه راز يې د يو معياري لابراتوار د جوړولو ژمنه هم کړې ده.
د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست په دې ناسته کې د يادو هېوادونو پخوانيو مرستيالانو ته د لا ډېرو اسانتياوو په رامنځته کيدو ډاډ ورکړی او زياته کړې يې ده، چې د کانونو له قوانينو سره سم به په دې برخه کې هر ډول اړينه همکاري وکړي.
د يادونې وړ ده، چې افغانستان له نفتو يو بډايه هېواد دی او په افغانستان کې د امنيت ټينګښت له امله د يادو هېوادونو په ګډون ګڼ هېوادونه دې ته لېواله دي، چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.