د لوګر د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولين وايي،چې په روان لمزيز کال کې له دې ولايته د ۸ ميليارده افغانيو په ارزښت تازه مېوه او سبزيجات بهرنيو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د ياد ولايت د مسوولينو په وينا، د اوبو مهارول او کروندګرو ته د دولتي ځمکو په اجاره ورکول د صادراتو د زياتوالي لامل کېږي.
په ورته مهال ځيني سوداګر وايي، چې د دغې تازه مېوې او سبزيجاتو ډېره برخه پاکستان هېواد ته صادر شوي دي.
د يادونې وړ ده، لوګر ولایت د افغانستان له مهمو کرنیزو سیمو څخه ګڼل کېږي، چې د تازه مېوو او سبزيجاتو تولید یې د هېواد د اقتصاد لپاره ارزښتناک بللی شو.