ډېر لوستل شوي

کابل ـ مسقط پر ګډو همکاریو او د دوه اړخیزو اړیکو پر رغولو بحثونه کړي

د بهرنیو چارو مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل په خپل اېکس د مولوي امیرخان متقي او د عمان سلطنت د بهرنیو چارو د وزیر بدر بن حمد البوسعيدي د کتنې خبر ورکړی دی.

دواړو لوریو د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي او ډاډ یې څرګند کړی چې کابل ـ مسقط به د دوه اړخیزو اړیکو نوی پړاو پرانیزي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په افغانستان کې د لسیزو جگړو پای ته رسېدل، له نړۍ او سیمې سره د متوازنو اړیکو رامنځته کول، سراسري امنیت ټینگېدل؛ د افغان حکومت مهمې لاسته راوړنې بللي دي. ښاغلي متقي اوسني شرایط د عماني سوداګرو او د عمان سلطنت لپاره د پانګونې غوره موقع بللې ده.

مولوي امیر خان متقي له عماني لوري مننه کړې، چې په مسقط کې يې د افغانستان سفارت ته د ښه فعالیت زمینه برابره کړې ده. نوموړي د مسقط له خوا افغانانو ته د عمان د کار د ویزو ورکړه، عمان ته د افغان توکو د صادراتو زمینه برابرول، د دواړو هېوادونو ترمنځ الوتنې پیلېدل او د اړوندو اسانتیاوو رامنځته کول د لومړیتوبونو په توګه یاد کړل.

د عمان د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي ته هرکلی ویلی او زیاته یې کړه، چې عمان له پخوا د افغانستان د هوساینې او پرمختگ په برخه کې مثبت دریځ خپل کړی دی او غواړي له افغانستان سره، سیاسي، اقتصادي او سوداگریزې دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي. یاده دې شي چې د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر څو ورځې وړاندې پر یوه رسمي سفیر عمان ته تللی.

اړوند خبرونه