ماليې وزارت د ابو نصر فراهي په ګمرک کې د څه باندې ۷۱ ميليونه افغانيو په ارزښت د څلورو هنګرونو د چارو له پروژې پرانېستې خبر ورکړی دی.
ياد وزارت وايي، چې د دې پروژې مالي لګښت له پراختيايي بوديجې څخه ورکول کېږي او چارې به يې تر راتلونکو لسو مياشتو پورې بشپړې شي.
د معلوماتو له مخې، هر يو به په يوه وخت کې د ۵ زره مټريکه ټنه توکو د ځايولو ظرفيت ولري او په جوړېدو سره به يې سوداګرو ته د سوداګريزو توکو د خوندي ساتلو په برخه کې ګڼې اسانتياوې رامنځته شي.
ياده دې وي، چې د دې هنګرونو په پرانېستغونډه کې د ګمرکونو لوی رياست د حمايت او پراختيا رييس په ګډون د اسلامي امارت ګڼو چارواکو ګډون کړی وو.