د ايران تر مذهبي مشر وروسته د دې هېواد ولسمشر مسعود پزشکيان يو ځل بيا د متحده ايالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د دې هېواد اټومي پروګرام پر سر خبرې رد کړې دي.
نوموړي د يو شمېر ايراني توليدونکو او سوداګرو سره يې د ناستې په ترڅ کې ټرمپ ته په غبرګون کې ويلي، “هر څه چې کوي ودې کړي. “
د امريکا سپينې ماڼۍ د ايران ولسمشر دې څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي، د ټرمپ دریځ لا هم دا دی چې ایران یا موافقه وکړي او یا به یې پر وړاندې پوځي اقدام وشي.
د يادې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند برایان هیوز نړيوالو رسنيو ته د ټرمپ له قوله په ټينګار سره ويلي، چې د ایران لپاره دوه لارې شته دي: پوځي اقدام یا موافقه”.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې راپورونه خپاره شول، چې ټرمپ ايران ته يو ليک استولی؛ تر څو د دغه هېواد د اټومي پروګرام پر سر خبرو ته له امريکا سره کېني.