ډېر لوستل شوي

بريتانيا له خپلې خاورې دوه روسي ډيپلوماتان وباسي

د بريتانيا حکومت يوه روسي ډيپلومات او د يوه ډيپلومات ميرمنې ته ويلي، چې له دې خاورې ووځي.

اسوشټېډپريس خبري اژانس د ياد حکومت له قوله ليکلي، چې دوی د اونۍ په پيل کې په مسکو کې د بريتانيا د سفارت د دوو مامورينو د اخراج په غبرګون کې دې روسانو ته د وتلو امر کړی دی. د راپور له مخې، بريتانيا حکومت د دې روسي ډيپلوماټانو د وتلو په تړاو مشخصه نېټه نه ده په ډاګه کړې.

اړوند خبرونه