د کلیو، د بیارغونې او پراختیا وزارت نن (پنجشنبه، د کب ۲۳مه) له یوې خصوصي شرکت سره د بدخشان ولایت د واخان سړک د دويم فاز د کار د پیل تړون لاسلیک کړ.
د ياد وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده وايي، د دې تړون له مخې د ۷۱ کیلومتره سړک چارې به په چټکۍ سره پر مخ يوړل شي.
د ښاغلي اخندزاده په وينا، چې د واخان د سړک د جوړولو لګښت د اسلامي امارت له پراختيايي بوديجې څخه تمویلیږي.
د افغانستان اسلامي امارت دا تړون په داسې حال کې لاسلیک کړ، چې د واخان اوسیدونکي د پخوانیو حکومتونو له بېپامي سره مخ وو او له هر ډول اړينو اسانتیاوو، په ځانګړې توګه له سړک، بېبرخې وو. ياد سړک د بدخشان ولایت له لارې افغانستان له چین سره نښلوي، چې د جوړېدو لومړۍ فاز یې تېر کال د بدخشان ولایت د پامیر ولسوالۍ په “بزای ګنبد” سیمه کې پیل او بشپړ شو.