ډېر لوستل شوي

د لسيزو جګړو د ختمولو هڅې؛ اذربايجان او ارمنستان د سولې تړون ته نژدې شوي

اذربايجان او ارمنستان دواړه هېوادونه د لسيزو راپدې خوا د جګړې خمتولو د حل لپاره خبرې پای ته رسولې او دواړو لوريو هوکړه کړې، چې د احتمالي تړون مسوده لاسليک کړي.

د اذربايجان د بهرنيو چارو وزير جيحون بايراموف خبريالانو ته ويلي، چې له ارمنستان سره د سولې تړون مسودې خبرې بشپړې شوې او د ارمنستان غوښتنې يې هم منلې دي.

بل‌لور د ارمنستان لومړي وزير نیکول پاشینیان دا یوه مهمه پېښه بللې او ويلي دي، چې هېواد یې سولې ته چمتو دی. د يادونې وړ ده، چې د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته اذربایجان او ارمنستان دوه ځلې د قره باغ د سیمې د خپلولو لپاره جګړې کړې او بیا یې په ۲۰۲۰ کې هم نښته وکړه.

اړوند خبرونه