ډېر لوستل شوي

هند: پاکستان دې د خپلو ناکاميو پړه پر نورو نه اچوي

د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان هغه تورونه رد کړي، چې ګواکې هند د تروریزم ملاتړ کوي.

 د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندیر جیسوال ویلي، چې پاکستان دې د خپلو “ناکامیو” پړه پر نورو نه اچوي.

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان دې د تور پورې کولو په ځای د خپلو کورنیو ستونزو حل ته پاملرنه وکړي. دا په داسې مهال ده، چې هند تل پاکستان تورن کړی د تروریزم ملاتړ کوي او د هند پر ضد جنګيالي روزي.

اړوند خبرونه