ډېر لوستل شوي

په عمان کې به د افغان بندیانو د خلاصون د عفوې زمينه برابره شي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي عمان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد د سلطان د دفتر وزير سربېره د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرانو او د اوقافو او دينې چارو له وزيرانو سره جلا جلا ناستې کړې دي.

ياد وزارت وايي، چې ښاغلي متقي د عمان د سلطان د دفتر له وزير څخه  د افغان بنديانو د ازادولو غوښتنه کړې ده.

د وزارت د خبر له مخې، د عمان سلطنت وزیر ژمنه کړې چې په نږدې راتلونکي کې به په ځانګړو مناسبتونو کې په هغه هېواد کې د افغان بندیانو د خلاصون لپاره د عفوې زمینه برابره کړي.

دغه راز د عمان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرانو سره په ناسته کې هوکړه شوې، چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د وزارتونو او خصوصي سکټور ترمنځ منظمې اړیکې رامنځ ته شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د عمان د اوقافو او دیني چارو وزیر ته ويلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جوماتونو، حجاجو او اوقافو تجربې شریکې شي او همدارنګه یې د یاد هېواد د اوقافو او دیني چارو وزیر ته بلنه ورکړې، چې په افغانستان کې د جوماتونو د رغونې په برخه کې همکاري وکړي. د يادې ونې وړ ده، چې مولوي اميرخان متقي د دې سفر په ترڅ کې د عمان اړوند مسوولينو سره د مېشتو افغانانو لپاره د کونسلي ستونزو په حل هم خبرې کړي دي.

اړوند خبرونه