د فاریاب ولایت د کور او ښارجوړولو رييس مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، چې د دې ریاست تخنیکي ټیم په دولت اباد ولسوالۍ کې د کډوالو د ښارګوټي خط اچونه ترسره کړه.
د کور او ښار جوړولو وزارت د مولوي ذوالفقار له قوله ويلي، چې د ساحې سروې او پلان مطابق ټول کوچني او لوی سړکونه، د خدمتونو ساحې او د بلاکونو ویشنې په بسوو ترسره شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې د کډوالو ښارګوټي جوړول نه یوازې د کډوالو لپاره د ژوند شرایط ښه کوي؛ بلکې د سيمې پراختیا، ټولنیزې او اقتصادي ودې لامل هم ګرځي.